ایران دا خبرونه رد کړې دي چې سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د امریکا د یوې بیړۍ څنګ ته چې الوتکې لیږدوي او یو شمېر نورو کښتیو ته نژدې چې د دسمبر په شپږ ویشتمه د فارس خلیج اوبو ته داخلې شوې وې، توغندي فیر کړي دي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ویاند رمضان شریف نن د توغندیو د ډزو په اړه د امریکا ادعا یوه رواني جګړه وبلله.
ده وویل چې د سپاه پاسدران سمندري ځواکونو د هرمز له تنګي سره هیڅ راز تمرینات نه دې ترسره کړي.
این بي سي تلویزیون مخکې د امریکا د یوه نظامي مسوول په وینا چې نوم یې نه و اخیستل شوی، خبر ورکړی و چې سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ډزې کړې دي او یو توغندۍ یې د امریکا د الوتکو د انتقالونکې کښتۍ تر یو نیم کیلومترۍ پورې رسیدلی و.