غزني: ترافیکې پېښې درې تنه مړه او ۲۵نور ژوبل کړي

په غزني کې یوې ترافیکې پيښې ۳ تنه مړه او ۲۵ نور ژوبل کړي دي.

له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي چې پېښه د مقر او قره باغ تر منځ تاوده چینه سیمه کې نن سهار د یوه ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر او ټيلر تر منځ د ټکر له امله شوې ده.

ویل کیږي چې د ټکر له امله ۳۰۳ موټر اور اخیستی و.

د غزني د ترافیکو مدیر محمد الله احمدي دا پيښه تاییدوي خو په پيښه کې د مړو او ټپيانو د ارقامو په اړه څه نه وایې.

په غزني کې پرون هم یوه ترافیکي پېښه شوې وه چې په کې درې تنه مړه او ۲۲ تنه ژوبل شوي و.