د ننګرهار په هسکه مېنه کې د هوايي بمبار له امله ۲۵ تنه داعشيان وژل شوي

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼۍ ازادي راډيو ته ویلي افغان هوايي ځواکونو تېر ماښام ناوخته د هسکې مینې ولسوالۍ د صندق، شيخا او دیوانه بابا په سیمه کې د داعش پر وسله والې ډلې بمبار کړی چې له امله يې ۲۵ تنه داعشيان وژل شوي او ۱۴ تنه نور زخميان شوي دي.

خوګيانۍ وايي، د دې هوايي بریدو له امله د داعش وسله والې ډلې څلور مختلفې موټرې او د هغوی درنې او سپکې وسلې هم له منځه تللي.

د ویلو ده چې دوه ورځې وړاندې افغان هوايي ځواکونو په اچین ولسوالۍ کې هم د داعش پر ډلې هوايي بریدونه کړي و،چې په هغو بریدونو کې په لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.