د ننګرهار په جلال اباد کې د یوه سرای اووه ګدامونه سوزيدلي

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي ازادۍ راډيو ته ویلي چې نن سهار وختي د جلال اباد ښار څلورمې حوزې اړوند د مالوچو کوڅه په ساحه کې په یوه سرای کې اور لګيدلی و چې له امله يې د مالوچو اووه ګدامونه او دوه موټرې سوزیدلي دي.

خوګياڼۍ وايي، د اور وژنې ټيم په وخت سیمې ته رسيدلی و او د نورو سرایونو د سوزیدو مخه يې نیولې ده خو نوموړی وايي تر اوسه د اورلګيدنې لامل نه دی معلوم شوی.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د ولایت مقام له خوا یو پلاوی ټاکل شوی چې د اور لګيدنې له امله خلکو تهد اوښتو زیانونو په اړه دقیق ارقام راټول کړي.