ملګري ملتونه د عراق د رمادي ښار د ابتدایي رغونې په برخه کې مرسته کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وړاندیز کړی دی چې د عراق په رمادي کې به د ابتدایي خدماتو په رغونه کې مرسته وکړي، څو ملکیان بېرته دې ښار ته ستانه شي.

بان کي مون دا ژمنه تېره ورځ په ټلیفون کې د عراق له صدراعظم حیدر العبادي سره وکړه.

حیدر العبادي د رمادي لیدنې ته وروسته تر دې تللی و چې عراقي ځواکونو له داعش څخه ونیوی.

د بان کي مون له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د رمادي بېرته نیول یوه مهمه کامیابي بلل شوې ده.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د رمادي د ابتدایي رغوني لپاره شاوخوا شل میلیونه ډالر پکار دي، خو د سمې رغوني لپاره بیا ډېرو پیسو ته اړتیا شته.