د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د بې پېلوټې الوتکې په حمله کې د يوه قوماندان په ګډون دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک نن ازادي راډيو ته وویل چې پېښه تېره ورځ ناوخته په علیشنګ ولسوالۍ کې شوې ده.
نوموړي وویل چې په دې هوايي حمله کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.