د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د دیموکراټانو کاندیده هیلري کلنټن وايي، د عراق د یزیدي او نورو مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د داعش تاوتریخوالی، ډله ییزه وژنه ده.
میرمن کلنټن په نیوهمپشایر ښار کې یوې غونډې ته وویل، اوس یقینه ده چې کافي شواهد شته چې د مذهبي اقلیتونو پر ضد د داعش اعمال قتل عام وګڼل شي.
هیلري کلنټن ویلي داعش د مسیحي او نورو اقلیتونو د مینځه وړلو او د هغوي د بربادولو اعمال ترسره کوي.
داعش په روان میلادي کال کې په عراق او سوریه کې د یزیدي، مسیحي او نورو اقلیتونو زیات شمېر کسان ووژل او ګڼ شمېر نور يې بې ځایه کړل.
خو د امریکا حکومت لا په دې غور کې چې د داعش له خوا وژنې ډله ییز وژنه یا قتل عام وګڼي او کنه.