ولسمشرغني: د هېواد د ښه راتلونکې لپاره پر ځوانانو باید پانګونه وشي

افغان ولسمشر وایي، پر ځوانانو باید پانګونه وشي تر څو هغوی وکولای شي د نوښتونو په وړاندې کولو سره د افغانستان راتلونکی روښانه کړي.

اشرف غني د سې شنبې په ورځ په سلام خانې ماڼۍ کې د کابل د پوليتخنیک پوهنتون د محصلینو له خوا د یو لړ تخنیکي وسایلو د نوښتونو په لیدو سره د هغوی هڅي وستایلې.

ولسمشر غني د دغه پوهنتون له خوا د جوړ شوي پروګرام په ترڅ کې وویل:

"افغان ځوانان ډېر زیات نوښتګر دي او موږ نن د دې کار پایله وینو، نو ځکه ډېره ضروري ده چې هر نوښتګر ځوان راځي باید زموږ د تحصیلي نهادونو په چوکاټ کې پیاوړي شي."

ولسمشر غني د پولیتخنیک پوهنتون د مشر د هغه وړاندیز په ځواب کې چې وایي، باید د دې ځوانانو د لا ښې روزنې لپاره د بودیجې امکانات برابر شي وویل چې د افغانستان اقتصاد وزارت څخه به وغواړي چې د دې برخې د لا پیاوړتیا لپاره یو واضح میکانیزم جوړ کړي.

ښاغلي غني دغه راز د ټولو هغو خنډونو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ چې د ځوانانو د ابتکار او نویو اختراعاتو مخه نیسي.