د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په لوګر ولایت کې یې د مخدرو موادو د تولید او پروسس مرکز ړنګ کړی دی.
له دغه ریاسته په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرکز د بل علم په التمور کلي کې فعالیت درلود چې په کې تر اته ټنو زیاتو چرسو ته هم اور اچول شوی دی.
دغه شان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لوګر په مرکز پل علم ۶۴۰ کیلو ګرامه چرس د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.