ایران امریکا ته د ویزو د محدودیتونو په اړه خبرداری ورکړ

ایران به د امریکا د متحدو ایالتونو په وړاندې متقابل اقدامات وکړي که دا هېواد له اټمي موافقې څخه سرغړونه وکړي او پر ایرانیانو د ویزې محدودیتونه ولګوي. دا خبرداری پرون تهران ورکړ.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره اوونۍ یو قانون توشیح کړ چې له مخې یې هغه کسان نه پریږدي امریکا ته له ویزې پرته لاړ شي چې ایران ته تللي یا هم د ایران اتباع دي.

ورته محدودیتونه د سوریې، عراق او سوډان پر اتباعو هم لګول شوي دي.

که څه هم د دغه قانون هدف د احتمالي ترورېستانو مخنیوی دی، تهران وایي امریکا په دې کار سره غواړي هغه بندیزونه جاري وساتي چې د سفر او اقتصادي پرمختیا په برخو کې یې پردې هېواد لګولي، هغه بندیزونه چې د جولای د میاشتې د اټمي تړون پر اساس باید لغو شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسین جابري انصاري په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هر هغه اقدام چې د شوي تړون له چوکاټه بهر کیږي هغه به ایران ته د نه منلو وي او دا هېواد به هم هر هغه متقابل اقدام وکړي چې اړتیا یې وي.

هغه وویل پر اټمي تړون د څار کمېټه به چې مشر یې اټمي مرکچي عباس عراقچي دی، د ایران د غبرګون په اړه پریکړه وکړي.

ایران ځکه د بندیزونو په فهرست کې شامل دی چې واشنګټن دا هېواد د ترورېزم ملاتړی دولت نومولی دی.