د بامیانو ولایت د پوهنې ریس نیول شوی او ۶غړي ممنوع الخروج اعلان شوي

د بامیانو ولایت د پوهنې ریس نیول شوی او د یادې ادارې شپږ کسه غړي ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

د بامیانو والي طاهر زهیر په دې اړه ازادي راډیو ته ویلي:

"د بامیانو د پوهنې پخوانی ریس په دې تورن دی چې یو شمېر ښوونکي یې د قانون خلاف تقاعد ته برابر کړی دي، دا دوسیې په عدلي او قضايي ارګانونو کې تر څېړنې لاندې دي."

د بامیانو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په سلګونه قراردادي ښوونکي به هم د موضوع په تړاو جلب شي.

یو شمېر دغه ښوونکی چې تفاعد شوي ول د پوهنې ریاست د مسوولینو له خوا یې د سند په جوړولو سره معاشونه اخيستي چې له همدې امله شپږ تنه د دغه ادارې کارکوونکي د څېړنو د بشپړېدلو پورې ممنوع الخروج اعلان شوي.