واشنګټن پر روسيي د مخالفینو د یو مشر د وژل کیدو له کبله پر مسکو انتقاد کړی

واشنګټن په سوریه کې د روسیې په هوايي حملو کې د مخالفینو د یو مشر د وژل کیدو له کبله پر مسکو انتقاد کړی.

واشنګټن وايي چې دا اقدام به په سوریه کې د سولې خبرې لا ستونزمنې کړي.

د بشارالاسد د رژیم د مخالفې جیش الاسلام ډلې مشر زهران الوش چې زرګونه وسله وال یې لرل د جمعې په ورځ دمشق ته نژدې په یوه هوايي حمله کې ووژل شو.

جیش الاسلام په ریاض کې د شوې موافقې له مخې د اپوزیسیون له هغو بېلابېلو ډلو جوړ شوی مخکښ ائتلاف دی چې له حکومت سره د خبرو پیل ته لیوال دي.

دې ډلې خبرداری ورکړی چې د الوش وژل کیدل ښايي د پخلاینې خبرې له خنډ سره مخامخ کړي.

څارونکي هم وايي، د جیش الاسلام ډلې د مشر چې ګڼ پلویان یې لرل او نسبتاً منځلاری و، مړینه ښايي د سولې خبرې ستونزمنې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر پرون وویل چې پر الوش او نورو منځلارو مشرانو هوايي حملې د سولې هڅې او د یوه اوربند د ټینګولو لپاره ګټورې سیاسي خبرې پیچلې کوي.