اذربایجان یو پېژندل شوی ژورنالیست په شپږکاله بند محکوم کړ

په اذربایجان کې د رژیم پر مخالیفو سیاسي فعالانو د بندیز په لړ کې، پرون دوشنبې یو پېژندل شوی ژورنالیست، "روف میرقادروف" ارمنستان ته د جاسوسۍ په جرم په شپږ کاله بند محکوم شو.

میرقادروف پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او وايي چې سیاسي انګېزه لري.

دې ۵۴ کلن ژورنالیست یوې اذربایجانۍ ورځپاڼې (زیرکالو) ته لیکنې کولې چې په روسي ژبه خپرونې کوي.

د اذربایجان لوی څارنوالۍ ویلي چې میرقادروف له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې د ارمنستان استخباراتي ادارې ته کار کاوو او د اذربایجان د حکومت پټ معلومات یې ورکول.