د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته وویل د کار او ټولنیزو چارو ریاست د دوشنبې په ورځ په دې ولایت کې پر پنځوس تنو معلولینو د ژمنیو مرستو غیرې خوراکي توکي وویشل.
دی وايي، په دې مستحقينو کې پينځه ویشت تنه نارینه او پینځه ویشت ښځينه معلولينې شاملې دي چې هرې کورنۍ ته د کمپل، بړستن، ژمني پټوان او نور د اړتیا وړ توکي پرې ویشلي.
په ورته وخت کې سرحدي ځواک وايي، د لغمان کډوالو چارو ریاست په دې ولایت کې پر ۸۰ بې ځایه شویو کورنیو خوراکي توکي او نغدي مرستې وویشلې.
نوموړی وايي، په دغو مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره اته زره افغانۍ او په خوارکي توکو کې اوړه، غوړي او دال شامل دي.