د کابل د نننۍ انتحاري حملې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېل ارقام

د کابل امنیتي او روغتیایي مسئولین د نننۍ انتحاري حملې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېل ارقام ورکوي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې دې انتحاري حملې یو ملکی کس وژلی او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.

خو د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ازادي راډیو ته وویل چې له دې حملې وروسته روغتونونو ته یو مړی او ۳۱ ټپیان وروړل شوي دي.

ښاغلی فیروز زیاته کړه:

"۱۳ ټپیان وزیر محمد اکبر خان روغتون ته انتقال شوي او ۱۸ ټپي ماشومان اندراګاندي روغتون ته انتقال شوي دي،الحمدالله د ټپیانو روغتیایې حالت د ډاډ وړ دی، په دې کسانو کې چې روغتون ته انتقال شوي یو جسد هم شامل دی."

دغه انتحاري حمله چې سهار اته بجې د کرولاموټر په وسیله د ترکي اتباعو پر موټر وشوه مسئولیت یې طالبانو اخیستی او ویلي یې دي چې بهرنیو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

له دې وړاندې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان حق نواز حقیار ازادي راډیو ته وویل چې په حمله کې درې ترکي اتباع ټپیان شوي دي.