روحاني: ستره دنده مو دا ده چې د نړۍ په عامه افکارو کې د اسلام تصوير بهتره کړو

د ايران ولسمشر وايي، مسلمانان بايد د خپل دين څېره چې د ده په خبره د اسلامي دولت يا داعش غوندې د سخت دريځو ډلو له خوا زيانمنه شوې، ښه کړي.

حسن روحاني د يکشنبې په ورځ په تهران کې يوه اسلامي کنفرانس ته وويل:

”نن مو تر ټولو ستره وظيفه دا ده چې د نړۍ په عامه افکارو کې د اسلام تصوير بهتره کړو“.

روحاني په عين حال کې پر اسلامي هېوادونو انتقاد وکړ چې په سوريه، عراق او يمن کې د ده په خبره د وژنو او وينې تويېدنې په وړاندې چوپه خوله پاتې دي.

ايران د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي، دغه راز د حوثي ډلې متحد هېواد ګڼل کېږي.

حوثي ياغيان د يمن پر زياتو برخو کنټرول لري او د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د ائتلاف په وړاندې جنګېږي.