د شمال د درېیو ولایتونو باغ لرونکو سره د اوبو د ذخیرو مرستې وشوې

د افغانستان د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې د درې میلیون ډالرو په ارزښت د اوبو ذخیرې د شمال د درېیو ولایتونو باغ لرونکو ته د مرستې په توګه ورکړې دي.

د دې پروژې مسوول چارواکي وايي چې د بلخ، فاریاب او سمنګان ولایتونو له باغ لرونکو سره یې د اوبو د داسې ذخیرو مرسته کړې چې هره یوه یې په ژمي کې د پنځه جریبه ځمکې د خړوبولو لپاره اوبه زیرمه کولای شي.

په شمال زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسوول فهیم جباري ازادي راډیو ته وویل، د اوبو د دې ذخیرو د لګښت لږه برخه کروندګر او پاتې دا اداره ورکوي:

"د هرې ذخیرې لګښت شاوخوا ۱۳۰۰ ډالر کیږي چې په سلو کې پنځه ویشت یې کروندګر ورکوي او پاتې په سلو کې پنځه اویا چې لس زره ډالر دي د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژه ورکوي."

د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژه وايي چې د اوبو ۲۶۰ ذخیرې به د بلخ، فاریاب او سمنګان پر کروندګرو وویشي او له دې اقدام سره به څه باندې ۱۳۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.