د کابل امنیتي چارواکي وایي چې د حامدکرزي نړېوال هوايي ډګر ختیځې دروازې ته څېرمه په نننۍ موټر بمب حمله کې دوه ملکیان وژل شوي او د درېیو ترکي پوځيانو په شمول ۱۱ نور ټپيان دي.
د حامدکرزي د نړېوال هوايي ډګر د پولیسو عمومي قومندان جنرال حقنوازحقیار ازادي راډیو ته وویل چې دا موټر بمب حمله نن سهار نږدې اته بجې د هوايي ډګر ختیځې دروازې ته څېرمه په ترکي پوځیانو شوې چې ممکن د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.
زموږ همکار صفي الله ستانکزي له ښاغلي حقیار سره مرکه کړې او په سر کې یې د دې حملې د تازه جزییاتو په اړه ترې پوښتنه کړې ده:
Your browser doesn’t support HTML5
له حقنواز حقیار سره مرکه