په کابل کې د روسيې سفير د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره په کتنه کې له وسله والو طالبانو سره د روسي چارواکو د تماسونو په اړه وضاحت ورکړ.
د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې الکساندر مانتيڅکي پرون له حکمت خليل کرزي سره په کتنه کې وويل چې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو وروستۍ څرګندونې ناسم نقل او تعبير شوي دي.
په اعلاميه کې د ښاغلي مانتيڅکي په حواله راغلي چې ويلي يې دي:
”په حقيقت کې هدف دا و چې يوازې د داعش ډلې په وړاندې په مبارزه کې د روسيې لېوالتياوې له وسله والو طالبانو سره ورته والى لري او د طالبانو له ډلې سره د روسيې د تماس هدف يوازې له افغان دولت سره د وسله والو طالبانو مخالفت ته د سياسي حل لارې موندل دي.“
د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې په کابل کې د روسيې سفير ټينګار کړى، چې مسکو په وار- وار له افغان دولت نه ملاتړ کړى او د يوه خپلواک، باثبات، د ملي حاکميت لرونکي او له ټروريزم، دغه راز مخدره موادو څخه د پاک افغانستان غوښتونکى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په وروستيو کې انټرفاکس خبري اژانس ته تاييد کړه، چې مسکو د داعش ډلې په وړاندې د مبارزې لپاره له وسلوالو طالبانو سره اړيکې ټينګې کړې دي.