ځوانان څنګه فساد له منځه وړلی شي؟

په افغانستان کې له اداري فساد څخه د مخنيوي د ملي ادارې د معلوماتو له مخې هر کال په افغانستان کې د فساد زرګونه قضيې ثبتېږي، تاسې کله له کومې داسې قضيې سره مخ شوي يئ؟ افغان ځوانان په خپل هېواد کې له فساد سره څنګه مبارزه کولای شي؟ او کومې لارې چارې شته چې دوی د دې پديدې پر ضد خپل غږ پورته کړي؟ په نننۍ تاندې څانګې کې به ترې خبر شئ.

رشوت یا بډې اخیستل، اختلاس، جعل، واسطه بازۍ، اداري فساد، تقلب، له خپل صلاحیته ناوړه استفاده ... دا د فساد هغه ډولونه دي چې په اړه یې نېږدې هره ورځ یو څه اورېدل کېږي. وايي په یوې ټولنه کې فساد هله عام کېږي چې خلک له روا یا قانوني لارې خپلو حقونو ته ونه رسېږي او د ډول ډول دلایلو له کبله مجبوره شي چې په ناروا یا په غیرقانوني لاره خپل حق خو څه چې د نورو حقونه هم تر پښو لاندې کړي. افغاني ټولنه هم له دې پديدې پاکه نه بلل کېږي، د څو کاله پخوانيو رپوټونو پر بنسټ افغانستان په فساد کې لومړی هېواد بلل شوی دی او لا يې هم په فساد کې د ښکېلو هېوادونو له لېسته نوم نه دی ایستل شوی. راځئ له ځوانانو واورو چې دوی په دې اړه څه ګېلې مانې لري؟

هغوی وايي:

"لیمه ساحل یم، د کابل پوهنتون محصله. افغانستان جنګ ځپلی دی، فساد کې هم لوړ مقام لري، اکثره په مقرریو کې واسطه بازۍ کېږي او زه داسې کسان هم وینم چې معاش به یې دومره نه وي خو ښه ښه کورونه او موټر لري، له دې معلومېږي چې خامخا رشوت اخلي او په فساد کې ښکېل دی.

زه مینه یم، د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله. زما په نظر په کانکور ازموینه کې په افغانستان کې ډېر فساد کېږي او هغه زده کوونکي چې حق يې دی بې نتیجې پاتې کېږي او پر ځای يې هغه زده کوونکي څوکۍ ډکوي چې واسطې او پيسې لري.

ناصر صدیقی یم. زه هم د فساد له ځينو قضيو سره مخ شوی یم، ترافيک ګورو چې له موټر چلوونکو رشوت اخلي."

د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې ملي اداره هم مني چې په مختلفو کلونو کې يې د فساد د پېښو کچه له یوه تر بل کاله لوړه شوې ده. د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړيکو مشر عبدالقهار فرخ سير وايي چې په ۱۳۸۸ کال کې د اداري فساد ۶۰، په ۱۳۸۹ کې ۴۳۹ او په ۱۳۹۲ کال کې د دغو قضیو کچه ۱۶۰۰ ته لوړه شوه.

ښاغلی سيَر زیاتوي:

"د دې تر څنګ چې موږ د فساد اړوند قضيې څېړو، د شکایتونو د اورېدو برخه هم لرو. د برېښنالیک، د موبایل او د شکایتونو د صندقونو له لارې موږ د فساد اړوند موضوعګانو په اړه شکایتونه او نيوکې تر لاسه کوو چې تر اوسه نېږدې شپږ زره شکایتونه رارسېدلي دي. په ټولييز ډول که ووایم نو له ۱۳۸۷ کال څخه مو د ۱۳۹۳ کال تر نيمايي پورې کابو پنځه زره قضيې څېړلي او کار ورباندې شوی دی چې ځينې يې څارنوالۍ، یو شمېر يې قضايي ریاستونو او نورو اړوند ادارو ته لېږل شوي دي. عموماً د فساد په دغو قضيو کې بډې اخیستنه، اختلاس، له دولتي امکاناتو او خپلو صلاحیتونو څخه ناوړه استفاده، د اسنادو جعل، په اداري چارو کې د ژبنيو او سمتي ملحوضاتو دخالت، تقلبي لاسلیکونه او د ځمکې غصب په څېر موارد شامل دي."

ښاغلی سيَر همداراز وايي چې که څه هم اوس د فساد په اړه ځينې نظارتي صلاحیتونه ترې اخیستل شوي خو بیا هم دوی له فساد سره د مبارزې لپاره د خلکو د عامه پوهاوي د لوړولو په مقصد ځينې پروګرامونه او د شکایتونو د ثبت شمېرې لري:

"موږ د رسنيو له لارې هم خلک خبر کړي چې له کومو لارو د فساد اړوند مسایل او شکایتونه راسره شریکولی شي او په دې اړه مو ځينې بینرونه هم چې چاپ کړي- په کې لیکلي مو دي چې کوم موارد فساد بلل کېږي. نو دوی کولای شي د ۱۷۷ شمېرې له لارې، د ايميل له لارې او د شکایتونو د هغو صندقونو له لارې چې په مختلفو ادارو کې مو ايښي دي، خپل شکایتونه راولېږي. شکایت کوونکي خپل نوم، د اړيکې شمېره او شکایت رالېږي او موږ يې څېړو. دوی دې ډاډه واوسي چې هويت يې په بشپړه توګه پټ ساتل کېږي."

د طبیبانو په خبره که د وجود کوم زخم ناسور شي باید هغه ځای له وجوده پرې شي، کنه نو هغه ناسور به نور وجود ته وغځېږي او ښايي د انسان په مرګ تمام شي. ځيني ځوانان په همدې هڅه رابېداره شوي چې د فساد ناسور د خپلې ټولنې له وجوده پرې کړي. دغو ځوانانو د خپل هنر نقاشۍ په برکت له فساد سره مبارزه پیل کړې ده. د دې مبارزې نوم دی (زه تا وینم). د دوی د فعالیتونو په اړه وروسته غږېږو، خو راځئ لومړۍ له یوه محصل ځوان محب الله حنفي څخه واورو، دی وايي چې له دغو نقاشیو مې له فساد سره د مبارزې نوی ډول زده کړ او دا يې راوښودل چې زه د ادبیاتو پوهنځي د یوه محصل په توګه کولای شم د فساد د مخنيوي په اړه مقالې او کیسې ولیکم او یو هنرمند یا سندرغاړی همدغه کار په خپله سندره او یو دیني عالم يې د ممبر له لارې کولای شي چې خلکو ته ووايي رشوت اخیستل او ورکول حرام او د اسلام له نظره ناروا عمل دی.

(سټريټ آرټ) چې د کوڅې هنر يې بللی شو، داسې هنر دی چې نقاش د ښار او کلي د کوڅو پر دیوالونو د یوه خاص هدف لپاره انځورګري کوي. د دغه هنر دوه پالوونکي افغان نقاشان کبیر مکمل او امید شریفي دي، دوی، چې پنځه کسیزه ډله لري، خپل دغه خوځښت ته يې د (هنرسالار) نوم ورکړی دی. او په دې وروستيو کې يې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په هدف د کابل ښار په بېلابېلو ځایونو کې یو انځوریز کمپاین پیل کړی دی. نوم يې دی (زه تا وینم).

د دغه خوځښت یو بنسټګر کبير مکمل وايي چې موږ د خپل هنر پر مټ غواړو خلک مثبت بدلون ته وهڅوو چې د یو څه په اړه یو څو شېبې فکر وکړي، یو خوب وويني او بیا هغه ته د رسېدو هڅه وکړي. دی وايي چې افغان ځوانان په ځای د دې چې بهرنیو ادارو یا د چا پیسو ته په تمه واوسي باید په خپله مټې راونغاړي او د هېواد لپاره دې کار وکړي.

د دغه هنري خوځښت يو بل بنسټ ايښودونکی امید شریفي د دې ځواب راکوي چې کله دوی دغه انځورونه کاږي نو د خلکو عکس العمل څه وي؟

ښاغلی شریفوي زیاتوي:

"موږ چې هلته ولاړ وو او یو انځور به مو نقاشي کاوه نو مختلف خلک به راتلل او یو نظر به یې ورکاوه، یوه ورځ یو ځوان راغی، په لاس کې يې بنډل کاغذونه هم وو، ویل فلانۍ ادارې والاو مجبور کړم او د کار د خلاصون په بدل کې يې ۱۰ زره ډالر رانه واخیستل. څوک به ما ته انصاف راکړي؟ موږ سره ځواب نه و.

بله ورځ یوه سپين ږیري ویل چې تاسې به دغو کارونو ته څوک په ارامه پرې نږدي، ځکه چې د دوی وجدان ځپل کېږي او یوه پېغله یوه ورځ راغله- موږ له ملي اردو څخه د ملاتړ په هدف د یوه سرتېري عکس ویسته- هغې ویل چې نن سبا ټول کار پیسې کوي، د دغه سرتېري عکس څه کوئ، د پیسو عکس رسم کړئ."

د ټولنيزو شبکو يو شمېر فعاله ځوانان هم په دې نظر دي چې دوی د فېسبوک او نورو خواله رسنیو له لارې هم د فساد پر ضد مبارزه کولای شي. یو محصل عبدالله جاوېد وايي چې که د فساد اړوند موضوع سره مخ کېږو باید عکس يې واخلو، وېډيو ترې جوړه کړو او د فېسبوک او نورو ټولنیزو شبکو له لارې يې خپاره کړو چې فساد کوونکي وپېژندل شي. یوه پېغله لیمه ساحل یوه خاطره راسره شريکوي او وايي چې یوه ورځ لاره بنده وه، پولیسو موټر درولي وو، یو پولیس راغی او زموږ له ډرایور څخه يې د پرېښودلو په بدل کې پیسې وغوښتې، د پيسو د ورکولو پر مهال زموږ یوه ټولګیوال د هغوی عکس واخیست، نو چې د پولیس راپام شو، ويې ویل چې عکس پاک کړئ، پيسې هم بېرته درکوم او لاره هم درته خوشې کوم.

دغه زړور ځوان یوازې دا بې زړه توب وکړ چې نوم يې راونښود، نور يې د اداري فساد په اړه داسې یوه خاطره راسره شریکه کړه چې ... دی وايي چې يوه ورځ په یوه دولتي اداره کې زما د یوه کار په بدل کې د پيسو غوښتنه رانه وشوه، ما په سر کې ځان ناګاره واچاوه او پيسې مې ورنه کړې خو سړی شله شو او زه يې مجبوره کړم چې پيسې ورکړم. نو ما څه وکړل چې هغه ته مې د پيسو له ورکولو وړاندې پر هغوی یوه شمېره ولیکله، بیا مې د هماغې ادارې له امنيتي کسانو سره خبره شريکه کړه. وروسته له هغې مې پيسې ورکړې او امنیتي کسانو هغه کس ونیوه. دی وايي که څه هم هغه سړی وروسته له ډېرو واسطو ژر خوشې شو خو ما خپل مسؤلیت ادا کړ او له هغې ورځې وروسته په هغې اداره کې کارونه سم روان وو.

وايي عادت بدلېږي خو فطرت نه، د رشوت یا د بډو اخیستل که د دې سړي عادت هم شوي وي، له دې پېښې وروسته ښايي يو پټ ډار له ځانه سره ولري. ځکه خو یو ځوان صاحب نظر سيدالرحمن نیازی وايي چې په ډېره واوره کې خلک د لومړي لارایستونکي پلونه تعقيبوي، دی وايي چې له فساد سره په اوسنیو شرایطو کې مبارزه ښايي سخته وي خو باید ځوانان په واوره کې د هماغه لومړني تللي کس غوندې د مشکل کار پیل له ځانه وکړي.

کبیر مکمل وايي چې افغان ځوانان دې یو پر بل مهربانه اووسي، د بهرنیو ادارو د مرستې پر ځآی دې په خپله مټې راونغاړي او د خپل هېواد لپآره دې کار وکړي. تاسې په ځينو ځایونو کې د خان عبدالغفار خان او د مهاتما ګاندي انځورونه هم جوړ کړي، له دې مو هدف څه و؟ دا پوښتنه امید شریفي ځواب کړې:

"موږ غوښتل چې دا په یوه ملي خوځښت باندې بدل شي. لومړی کمپاین مو د مینې د وېش او د سولې غوښتنه وه. دویم مو د عدالت غوښتل وو چې د رنګ پر ځای مو په خپلو وینو انځورونه جوړ کړل. بل یو همدا د فساد پر ضد و. یو بل مو د سرتېرو او د ښاروالۍ د کارکوونکو د نمانځلو او د هغوی د تشويق په خاطر و او بل هم د ملي څېرو معرفي وه. چې موږ په کې د پاچا خان (خدايي خدمتګار) عکس جوړ کړ او بیا مو د عدم تشدد د سرلاري ګاندي انځورونه وویستل. غوښتل مو دوی په دې وپوهېږي چې هغوی په یوازې ځان څنګه مبارزه پیل کړه او څنګه يې د زرګونو رضاکاره ځوانانو ملاتړ تر لاسه کړ.

نو اوس ولې زموږ تر منځ د دوی غوندې یو څوک نه شي پېدا کېدای؟ پېدا کېدای شي، زموږ په تاريخ کې شته او موږ کولای شو چې هماغسې شو."

په دې هیله چې د دې پديدې پر ضد مبارزه یوه ورځ رنګ راوړي او له فساده پاک افغانستان ولرو، نننۍ تاندې څانګې رانغاړو. دا خپرونه پر فېسبوک پيدا کړئ:

Facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي پته هم موندلی او اورېدلی شئ:

pa.azadiradio.org

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته د خپرونې په اړه خپل نظرونه راسره شریکولای شئ:

shafaqN@rferl.org

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې