نن پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل له ۳۶ کلیزې سره برابره ده

نن د جدي یا مرغومي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروی اتحاد د یرغل له شپږدېرشمې کلیزې سره برابره ده.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او پخواني جهادي مشران دغه ورځ د افغانستان لپاره د یوې تورې ورځې په نوم یادوي.

د ولسي جرګې غړي شهزاده شاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د جدي شپږمه د افغانستان د تلهۍ او برابربادۍ لامل ده او ټول افغانانو یې له امله ډېر دردېدلي او کړېدلي دي؛ موږ د روس یرغل او اعمال غندو او راتولنکی نسل به يې هم وغندي."

د دغو کلونو پر مهال په میلیونونه انسان وژلي شوي؛ تپیان شوي او له خپل هېواده کدوالۍ اړه شوي دي.

خو افغانان یې پر وړاندې په یووالي سره ودرېدل؛ قربانۍ یی ورکړې، زیارونه یی وګالل او د څه باندې نهو کلونو په تېرېدو سره یې د شوروي ځواکونه دې ته اړل کړل چې له دې هیواد نه پښې سپکې کړي.

افغانان په دې باور دي چې په افغانستان کې روانې بدبختې هم د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل زېږنده ده.