د عراق امنیتي ځواکونه په رمادي ښار کې حکومتي ودانیو ته نږدې شوي دي.
عراقي چارواکو پرون شنبه وویل چې د اسلامي دولت وسله والو یا داعش ماینونه ایښي؛ انتحاري حملې او بمي چاودنې کوي چې له امله یې د امنیتي ځواکونو پرمختګ ټکنی شوی دی.
د پوځ یوه ویاند "یحی رسول" وویل چې عراقي پوځيان او د تروریزم ضد ځانګړي ځواکونه په رمادي کې د حکومت له پخوانیو تاسیساتو یوازې ۸۰۰ متره لرې دي.
رسول څرګنده کړه چې د رمادي په عملیاتو کې د امریکا په مشرۍ نړېوال ایتلافي ځواکونه یې هوايي ملاتړ کوي.
داسې انګېرل کېږي چې د اسلامي دولت ۴۰۰ وسله وال په رمادي کې مقاومت کوي.