ایراني الاصله امریکايي جیسن رضاییان ته د کرېسمس شپه له خاطرو ډکه شپه وه

واشنګټن پُسټ لیکلي د دوی یوه خبریال جیسن رضاییان ته چې له څه باندې ۵۰۰ ورځو راهیسې په ایران کې بندي دی؛ د کرېسمس اختر په ماښام اجازه ورکړل شوه چې له خپلې کورنۍ سره ماښامنۍ وخوري.

د واشنګټن پُست اډېټور مارټین بارون پرون ویلي چې خوښ دی د دوی همکار جیسن ته اجازه ورکړل شوې چې له خپلې مور او مېرمنې سره وخت تېر کړي.

په یوه اعلامیه کې راغلي چې دا د جیسن د ۵۲۲ ورځني بند په موده کې یوه استثنایي ورځ وه.

۳۹ کلن رضاییان چې ایراني الاصله امریکایی دی؛ د روان کال په سر کې د یوې محکمې په ترڅ کې چې د تړلو دروازو تر شا وشوه؛ په جاسوسۍ تورن شو.

د ایران قضایي قوې په نومبر کې ویلي چې رضاییان د یوې نامعلومې مودې لپاره په بند کې دی.

د ده کورنۍ او دفتر په کراتو د هغه پر وړاندې تورونه رد کړي او د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.