د تېرې شپې په هغې زلزلې کې چې مرکز یې په افغانستان کې و؛ په ګاونډي پاکستان کې یو کس مړ شوی دی.
د پاکستان د مهمند ایجنسۍ چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې په یوې پوستې کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرته وه؛ پر یوه سرتیري د خوني چت رالوېدلی دی.
د خیبر پښتونخوا د ژغورني عملیاتو د ایالتي ادارې ویاند بلال احمد ویلي چې په دې سیمه کې تر شپېتو ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د زلزلې مرکز د افغانستان د شمال لوېدیځ ولایت بدخشان په لېرې پرتو سیمو کې و چې د تاجکستان او پاکستان پولو ته نژدې ده.
د زلزلې شدت ۶ اعشاریه درې درجې ښودل شوی چې ټکانونه یې په نوي ډهلي کې هم احساس شوي دي.