عبدالله: له نیکه مرغه د وروستۍ زلزلې له امله د ټپیانو شمېر کم دی

له طبعي پيښو سره د مبارزې اداره وایې چې تر اوسه د تیرې شپې د زلزلې له امله په افغانستان کې د اوښتو ځاني او مالي زیانونو شمېر ورته معلوم نه دی او هڅې کوي، څو دا معلومات تر لاسه کړي.

په همدې حال کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن له طبعي پېښو سره د مبارزې د عالي کمیټې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د تېرې شپې زلزلې؛ په افغانستان کې زیات ځاني زیانونه نه دي اړولي.

"خوشبختانه د زلزلې له امله د زخمیانو شمېر کم دی او ټپونه یې هم سطحي دي. خو دا هم ایجابوي چې باید ورته رسیدګي وشي."

اخوا د ننګرهار د روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول انعام الله مياخيل ازادي راډيو ته ويلي چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله د یوې مېرمنې په ګډون دولس تنه د ښیښو د ماتېدو او ټېل ماټېل پر مهال سطحي ټپیان شوي دي.

د شپږ اعشاریه درې ریښتر په کچه زلزلې تېره شپه د افغانستان شمال ولړزاوه او ټکانونه یې په کابل؛ پاکستان او هند کې هم احساس شول.