وزیري: په هلمند کې د افغان کمانډو ځواکونو عملیات روان دي

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي؛ په هلمند کې د کمانډو ځواکونو عملیات روان دي او د سنګین ولسوالۍ په ګډون؛ د دې ولایت په زیاتو سیمو کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون ازادي راډیو ته وویل چې کمانډو ځواکونه د هلمند په واشېر؛ نادعلي او سنګین کې عملیات کوي او د پرمختګ په حال کې دي:

"دښمن مقاومت نه کوي او زموږ کمانډو ځواکونه د سیمو په تلاشي او تصفیه لګیا دي. هرځای چې د دښمن د مرکز په اړه معلومات ترلاسه کړي حملې ورباندې کوي او زموږ هوايي ځواکونه هم تیار دي او هرځای چې اړتیا وي حملې کوي. په هلمند کې د دښمن مقاومت مات شوی دی."

د دفاع وزارت ویاند وویل چې په تېرو۲۴ساعتونو کې حکومتي ځواکونو ډېر محدود شمېر زخمیان درلودل.

مخکې داسې اندېښنې وې چې د هلمند سنګین ولسوالي ښايي سقوط وکړي.