یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې هند په فعالې ډپلوماسي سره په دې لټه کې دی چې په سیمه کې د هېوادونو باور جلب او په افغانستان کې جګړې کمې کړي.
یوه افغان سیاسي کارپوه احمد سعیدي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته د هند د صدراعظم له سفرونو ښکاري چې دا هېواد غواړي په سیمه کې باور جلب کړي او د همکارېو زمینه برابره کړي.
صفي الله ستانکزي سره ښاغلي سعیدي سره مرکه کړې ده او روسیې، افغانستان او پاکستان ته یې د هند د صدراعظم نرېندرا مودي د سفر په اړه پوښتنه کړې ده:
Your browser doesn’t support HTML5