د کاتوليک عيسويانو مشر له پناه غوښتونکو او کډوالو سره د پيوستون غوښتنه وکړه

د کاتوليک عيسويانو مشر نن د عيسويانو د دوديز اختر کرسمس په مناسبت له پناه غوښتونکو او کډوالو سره د پيوستون غوښتنه وکړه.

پاپ فرانسيس له هغو هېوادونو مننه وکړه چې دغو پناه غوښتونکو ته يې پناه ورکړې ده.

ده وويل، خداى دې هغو کسانو او هېوادونو ته خير په نصيب کړي، چې پناه غوښتونکو او کډوالو ته يې پناه ورکړې يا يې هم دوى منلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د مهاجرت نړيوال سازمان څو ورځې مخکې وويل، سږکال تر يو مليون زيات پناه غوښتونکي او کډوال اروپايي ټولنې ته د ځمکې او سمندر د لارې رسېدلي، خو تر درې زرو او ٦٠٠ زيات نور يا هم پر لار مړه شوي او يا لادرکه دي.

پاپ فرانسيس دغه راز په منځني ختيځ، افريا او نورو جګړه ځپلو سيمو کې د سولې غوښتنه وکړه.