د هند صدراعظم نن د افغانستان مشرانو او د حکومت لوړوپوړو چارواکو سره یوځای د ملي شورا نوې ودانۍ پرانیزي.
تمه ده چې نارندرا مودي کابل ته د دغه سفر په ترڅ کې جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو چارواکو سره غونډې وکړي.
ښاغلی مودي دغه راز د افغانستان حکومت ته هغه څو هليکوپټرې رسماً سپاري چې هند د افغانستان اردو ته رالیږلي دي.
د هند صدراعظم کابل ته د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ چې د اتو کلونو راهیسې یې د نوي ډهلي له خوا د جوړولو کار روان وو، پرانیزي او دغه راز درې هليکوپټرې چې د دغه هېواد له خوا د افغانستان ملي اردو ته رااستول شوي دي او څلورمه یې په لار ده په رسمي مراسمو کې افغان حکومت ته سپاري.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل چې د هند صدراعظم نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې کابل ته را رسیږي او د افغانستان د حکومت اجرائي رئیس یې په هوايي ډګر کې هرکلی کوي.
ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:
"دا سفر د افغانستان د اسلامي جمهوریت لپاره خورا مهم سفر دی او دا سفر به دیته زمینه مساعده کړي چې د دواړو هېوادونو په منځ کې سیاسي، تجارتي او امنیتي روابط لا ډېر پراخه شي."
هندي ډیپلوماتانو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي چې کابل ته د نارندرا مودي د سفر لپاره پوره تیاری نیول شوی دی.
هند له ۲۰۰۷ کال راهیسې د افغانستان د ملي شورا د نوې ودانۍ د جوړولو لپاره مالي مرسته او هلې ځلې پیل کړي خو د پرانېستلو کار یې د ځینو دلایلو له کبله درې ځلي ځنډول شوي دي.
خو بلاخره دغه ودانۍ چې په نړېوالو معیارونو جوړه شوې نن پراېیستل کیږي.
دغه راز نن هغه درې Mi-25 ډوله هليکوپټرې چې هند د افغانستان ملي اردو استولي دي نن د افغانستان حکومت ته سپارل کیږي، څلورمه دغه ډول الوتکه راتلونکې میاشت افغانستان ته رارسیږي.
د دغو هليکوپټرو د ترلاسه کولو خبرې په ۲۰۱۴ کال کې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په دوران کې پیل شوې وې.
انډین اکسپریس ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له نوي ډهلي غوښتي دي چې د هغو شپږو انتونوف ډوله الوتکو د رغولو لپاره هم مالي مرسته وکړي چې اوس مهال د کابل په هوايي ډګر کې ویجاړې ولاړې دي او افغان ځواکونو سره د ټانکونو او وسایطو مرسته هم وکړي.
د افغانستان د هوايي قووتونو عمومي قوماندان جنرال عبدالوهاب د دغو هليکوپټرو د خصوصیاتو په هکله چې هند یې افغانستان ته ورکوي داسې وايي:
"دغه هليکوپټرې هم ماشیندار لري، هم راکټ اخېستی شي هم بم اخېستی شي، ضد ټانک راکټونه اخلي، ضد موضع راکټونه هم اخېستلای شي.طبعاً موثرې دي د افغانستان هوايي قواوو کې او د جګړې په ډګر کې به هم زیات موثریت ولري."
هند چې د پاکستان ګاونډی سیال هېواد ګڼل کیږي په وروستیو کلونو کې یې افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې څرګندې مرستې کړي دي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني واک ته تر رسیدو وروسته هلې ځلې وکړي چې پاکستان سره روابط چې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې سخت ترینګلي شوي وو ورغوي.
خو ښکاري چې افغان حکومت هغه نتایج چې تمه یې درلوده ترلاسه نه کړل.
دا افغانستان ته د هند د صدراعظم نارندرا مودي لومړی رسمي سفر دی.
نارندرا مودي مخکې له دې چې کابل ته راشي په مسکو کې یې د روسیې جمهور رئیس ویلادیمیر پوتین سره د لیدو په مهال وویل چې روسیه د هند ډیر نږدې ملګری هېواد دی.