د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هڅې کوي چې تهران ته ډاډ ورکړي چې سپینه ماڼۍ به ایرانیانو ته د ویزو په برخه کې له نوو وضع شوېو غوښتنو تېر شي، خو د جان کري دې خبرې په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي په قهر کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم اعتراض کړی دی چې د ویزو په برخه کې سخت اصول د جولای د میاشتې له اټمي تړون سره په ټکر کې دي او د تړون له مخې پکار دي چې ایران اټمي فعالیتونه راکم کړي او په بدل کې یې پر دغه هېواد لګیدلي اقتصادي بندیزونه او همدا راز د ایرانیانو پر سفر وضع شوي بندیزونه لرې شي.
د ایران چارواکي چې د ځینو اروپایي مشرانو ملاتړ هم ورسره دی د ویزو په برخه کې د امریکا له نویو اصولو سره مخالفت کوي او دا ویره لري چې دا به ایران ته د امریکایي ګرځندویانو پر تګ او په ایران کې پر پانګونې ناوړه اغیزې وشیندي.