مستغني: د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي سبا جمعه کابل ته راځي

د هند صدراعظم نرېندرا مودي سبا کابل ته رارسیږي څو د هند له خوا د ملي شورا جوړه شوې ودانۍ پرانیزي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی مودي به د یادې ودانۍ د پرانېستلو ترڅنګ چې ۲۲۰ میلیونه ډالره پرې لګیدلي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وګوري.

ښاغلي مستغني دا هم وویل چې تمه ده ښاغلی مودي افغانستان ته په سفر کې افغان پوځ ته څلور ام.آی پوځي الوتکې هم وسپاري.