راپورنه وايي، د سوریې د رژیم ځواکونو د دمشق جنوب ته د معظمیې په ښار باندې چې د مخالفینو تر واک لاندې دی برید کړی.
دولتي ځواکونو په خپل پروني برید کې له توپخانې کار اخیستی او هليکوپټرو بېرلي بمونه غورځولي دي.
د احمد په نامه د محلي رسنیو یو خبریال وویل چې هليکوپټرو په دغه ښار او شاوخوا سیمو یې څه د پاسه ۴۰ بېرلي بمونه وغورځول.
دغه برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې د بشاراسد د رژیم مخالفین تور لګوي چې حکومتي ځواکونو په دغه ښار باندې د وړمې شپې په یو برید کې له زهرجن ګازه کار اخیستی دی.
رپوټونه وايي چې د توغندیو د دغه برید په نتیجه کې د پنځو تنو تنفس بند شوی او مړه شوي دي.