ستانکزی: په ننګرهار کې له هلیکوپټرو د جنګیالیو ښکته کولو موضوع به وڅیړل شي

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست په ننګرهار ولایت کې له هلیکوپټرو څخه د جنګیالیو ښکته کولو موضوع تر یوه حده اوازه بولي وايي چې حکومت په دې اړه پلټنې پیل کړې.

محمد معصوم ستانکزي دا څرګندونې نن وروسته له هغې وکړې چې دوه ورځې وړاندې داسې راپورونه خپارشول چې نا څرګندو هلیکوپټرود ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د تور رنګ جامو وسله وال ښکته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کندز، پکتیا، پکتیکا، لوګر هلمند، فراه، جوزجان، بغلان کې له هیلکوپټرو څخه د جنګیالیو د ښکته کېدو راپورونه ورکړل شوي و خو حکومت دا راپورونه رد کړي.