د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست له خلکو او دینې علماوو غواړي چې د داعش ډلې په وړاندې سره یو شئ.
معصوم ستانکزي نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې داعش افغاني پدیده نه ده او افغانان باید د دې ډلې د تبلیغاتو ښکار نه شي:
"یقیناً تروریستي ګروپونه په بېلابېلو نومونو غواړي چې په افغانستان کې جګړه توده وساتي، داعش افغاني پدیده نه ده د افغانستان خلک باید د دې پدیدې په وړاندې متحد شي."
نوموړي وویل چې د دې ډلې اهدف د یو شمېراستخبارتي کړېو په واسطه له هېواده بهر پلان شوي او اکثریت غړي یې هم بهرنیان دي.