همدرد: په هلمند کې روانې جګړې بشري ناورين رامنځته کړى

يوشمېر غيردولتي ټولنې وايي؛ په هلمند کې روانې جګړې تر ډېره ولسي خلک زيانمن کړي او دغه جګړه د هرې ورځې په تېرېدو سره شدت مومي.

د هلمند مدني ټولنه وايي، د دې جګړې له کبله په لسګونو کورنۍ بېځايه شوي؛ خو ويل شوي چې له دغو کسانو سره مرستې نه دي شوي.

دې ټولنې په دې ولايت کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره په ولايتي اداره کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

د دې ټولنې له ریيس سردار محمد همدرد څخه صالح محمد صالح پوښتنه وکړه چې د دې ولايت په شمالي او جنوبي ولسواليو کې روانې جګړې څه بشري زيانونه اړولي دي؟

Your browser doesn’t support HTML5

همدرد: په هلمند کې روانې جګړې بشري ناورين رامنځته کړى