یوې روسي محکمې میخایل خودورکوفسکي د نیولو حکم ورکړ

یوې روسي محکمې د کریملین د یوه جلاوطني منتقد میخایل خودورکوفسکي د نیولو حکم ورکړ.

د روسیې رسنیو د دغه هېواد د تحقیقاتو د کمېټې یوه ویاند ولادیمیر مارکین له قوله نن ویلي چې دغې محکمې په نړېواله سطحه د خودرکوفسکي د نیولو حکم ورکړی دی.

خودورکوفسکي ډیر وخت په لندن کې تېر کړی دی. نوموړي مخکې تردې چې په ۲۰۱۳ کال کې د ولسمشر پوتین له خوا بخښنه ورته وشي، ۱۰ کاله په بند کې تېر کړه.

د روانې میاشتې په سر کې پلټونکو خودورکوفسکي تورن کړ چې په ۱۹۹۸ کال کې یې د سایبریا د ښاروال په وژنه کې لاس درلود.

د روسیې دغه تر ټولو شتمن کس پر ده لګول شوي تورونه رد کړي دي .

دی دغه راز پر ولسمشر ولادیمیر پوتین تور لګولی چې د روسیې اساسي قانون یې مات کړی او د هېواد د ورانۍ سبب شوی دی.

د روسیې پلټونکو د ډسمبر پر۲۲ نېټه د هغې خیریه موسسې د څو کارکوونکو کورونه پلټلي چې د خودورکوفسکي له خوا تمویلیږي.