د ترکمنستان ولسمشر وایي، د ګازو د نوي پایپ لاېن د بشپړېدو چارې به د اروپایي متحدینو په همکارۍ لا ګړندۍ کړي.
قربانقلي بردي محمدوف دا خبرې نن د کسپین بحېرې څنډو ته په بیلیک نومې ښارګوټي کې د دغه پایپ لاین د افتتاح په مراسمو کې وکړې.
دغه پایپ لاین د ترکمنستان د ختیځو سیمو ګاز د کسپین سواحلو ته رسوي.
د دغې پروژې ارزښت دوه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره ښودل شوی دی.
د دې پایپ لاین د غځولو پروژه چې اروپایي ټولنه یې ملاتړ کوي، تر اوسه د کاغذ پر مخ پاته شوې وه.
پروژه د کسپین بحیرې د حقوقي وضعیت او د ترکمنستان له خوا د نفتو د بهرنیو کمپنیو سره د تولید د شراکت تړون د لاسلیک نه منلو له کبله په اختلافاتو کې راګیر وه.