د هند کابینې د سلما بند د جوړېدو او بشپړېدو ارزول شوې بڼه تایید کړه

د هند کابینې په افغانستان کې د سلما بند د جوړېدو او بشپړېدو د بیې اصلاح شوې او بیا ارزول شوې بڼه تایید کړه.

د هندي روپۍ او امریکایي ډالر تر منځ په بیه کې بدلونونه، د پروژې د بشپړولو مودې په غځېدو سره د سلا مشورو د لګښتونو ډېرېدل، د افغان کارګرو مسلکي روزنه او داسې نور هغه دلایل و چې سبب شوو د دې پروژې پر ټولیزې بیې بیا ارزونه وشي.

ټاکل شوې دا پروژه د ۲۰۱۶ میلادي کال په جون کې بشپړه شي.

دا بند به د ۴۲ مېګا واټه برېښنا د تولید تر څنګ ۷۵۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړای شي او ورسره به له دې اړخه د افغانستان د لوېدیځو سیمو اړتیاوې پوره شي.