د ترکیې صدراعظم احمد داوود اوغلو د سوریې په ادلیب ښار کې د روسیې له خوا مشکوک پوځي برید غندلی دی او وایي، د سوریې خاوره به د روسیې د امپریالیستي اهدافو یوه برخه جوړه نه شي.
په دغو بریدونو کې چې د ډسمبر پر۲۰ مه د سوریې شمال لوېدیځ ته د یاغیانو ترکنټرول لاندې ادلیب ښار په مرکز کې شوی، یو شمېر کسان وژل شوي دي.
په دغو هوایي حملو کې له ګڼه ګوڼې ډک مارکیټ، څو حکومتي ودانۍ او استوګنیز بلاکونه په نښه شوي دي.
د ترکیې صدراعظم د سې شنبې په ورځ وویل:
"روسیه باید د پخواني شوروي اتحاد په څېر درواغ، تورونه او نورو ملتونو ته د درناوي ښودل ودروي. د سوریې خاوره د روسیې د امپریالیستي اهدافو برخه نه ده او هېڅ کله به نه وي."
روسیې تر اوسه نه ده منلې چې په دې سیمه کې دوی بریدونه کړي دي.
داوود اوغلو زیاته کړه، روسیه په سوریې کې تر ډېره د منځلارو مخالفینو ډلې او ملکیان په نښه کوي او زیاتوي چې په هغو سیمو کې چې د حکومت منځلارو مخالفینو واک له لاسه ورکړی، هلته د اسلامي دولت ډله پیاوړې شوې ده.