د افغانستان لویې څارنوالۍ وايي چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د اتو غړو د وژلو د پېښې په اړه پنځه تورن کسان نیول شوي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن په دې اړه یوه خبري کنفرانس ته وویل چې لوی څارنوالۍ یو باصلاحیته پلاوي ټاکلي څو دغه پېښه په جدیت سره وڅیړي.
څو ورځې وړاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو د یوې کورنۍ اته غړي ووژل چې یو دوه میاشتنی ماشوم هم په کې وو.