د هند صدراعظم نریندرا مودي به د جمعې په ورځ کابل ته راشي

ټاکل شوې چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د جمعې په ورځ کابل ته راشي.

انډین اکسپرس ورځپاڼې د هند د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو له قوله ویلي چې مودي به کابل ته د سفر پر مهال له افغان حکومت سره یوځای د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ هم پرانیزي.

ویل کیږي چې د ملي شورا پر دغې نوې ودانۍ چې د هند له خوا جوړه شوې ۹۰ میلیونه ډالره لګښت راغلي دي.

د هند په مرسته د ملي شورا د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې پيل شوې وې او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۱ میلادي کال تر پايه يې د جوړېدو چارې بشپړې شي خو له ټاکلې مودې څلور کاله وروسته دغه چارې بشپړيږي.