روسیه: د نور سټریم د ګاز پایپ لاین پروژې لغوه کېدل د اروپا په تاوان ده

روسیې پرون خبرداری ورکړ چې د نور سټریم په نوم د ګاز پایپ لاین پروژې لغوه کېدل به چې د روسیې د بالتیک سواحلو ګاز جرمني ته لیږدوي؛ یوازې اروپا ته تاوان ورسوي.

د روسیې د اقتصاد وزیر الکسي اولیوکایف پرون په بروکسل کې وویل چې دواړو خواوو د دې پروژې په قانوني، تخنیکي، اقتصادي او مالي چارو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

الکسي اولیوکایف وویل چې دا پروژه په اروپا کې د انرژۍ د اعتدال او امنیت لپاره ده.