افغان ځواکونو په خپلو تازه عملیاتو کې څه باندې شپږسوه ټنه اپیم نیولي

د روسیې او افغانستان د قانون د حاکمیت ګډو ځواکونو په تازه عملیاتو کې څه باندې شپږسوه ټنه اپیم نیولي دي.

د روسیې د مخدروموادو د کنټرول د خدماتو ادارې مشر ویکټور ایوانوف نن په مسکو کې خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې پولیسو د روسي لوري د معلوماتو پر اساس، دا مواد نیولي دي.

د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې دغه اندازه مواد څو ورځې وړاندې د بغلان د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

ایوانوف وویل چې دا مواد په لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوي وو او ترکیې ته لېږدول کېدل څو له هغه ځايه اروپايي هېوادونو ته واستول شي.