دفاع وزارت وايي، سنګین ولسوالۍ ته یې ځانګړي ځواکونه استولي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف د افغان امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل، دغې ولسوالۍ ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.

له دې وړاندې دفاع وزارت ویلي وو چې وسله والو مخالفینو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند د په سنګین ولسوالۍ کې له تېرو څلور ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړو زور اخیستی او د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل وایي، که جګړه کنټرول نه شي دا ولایت به د کندز له برخه لیک سره مخ شي.