د کندهار د سرحدي ولسوالۍ معروف په بهرام سيمه کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ دوه ساعته جګړه شوې او پر مهال يې څلور وسله وال وژل شوي دي.
دغه جګړه نن سهار ۱۰ بجې د معروف ولسوالۍ په بهرام پوستې پيل شوې او د غرمې تر ۱۲ بجو پورې يې دوام کړی دی.
د کندهار د پولیسو وياند ضيا دُرانی وايي چې د جګړې پر مهال پولیسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو په ځوابي ډزو کې څلور جنګیالي وژل شوي دي.
د ده په وينا چې د بريد وروسته پولیسو له وسله والو دوه راکټونه، دوه کلاشينکوفونه او دوه موټر سایکلونه نيول شوي دي.