برمک: بېړنیو پېښو ته د رسېدو په خاطر ۱۰۰ میلیون افغانۍ بودجه ځانګړې شوې

مشرانو جرګې نن بېړنیو پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر خپلې استجوابیه غونډې ته ور غوښتی وو.

د مشرانو جرګې غونډې ته د دولت وزیر ویس برمک وویل چې افغان حکومت سږکال ژمي بېړنیو پېښو ته د رسېدو په خاطر ۱۰۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې بېړنیو پېښو ته د رسېدو په برخه کې خوراکي او غیر خوراکي مرستې هم په پام کې نیول شوي دي.

ښاغلي برمک وویل چې دفاع وزارت د بېړنیو پېښو پر مهال زیانمنو شوو سیمو ته د مرستو رسېدو په خاطر له دوی سره د هلیکوپټرو د ورکولو ژمنه هم کړې.