د افغانستان ولسي جرګې په انتخاباتي ادارو او قوانینو کې د اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د دې پرېکړې پر اساس د انتخاباتو د اصلاح او انتخاب کمېټې خپل کار ته دوام نه شي ورکولاي.
د دې کمېسیون ویاند، نورمحمد نور پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل:
"کله چې دا فرمان د خلکو د رښتینو استازو له خوا په غوڅ اکثریت رد شو دا معنی لري چې نور د اصلاحاتو د کمېسیون او دغوراوي د کمېټې کار پای ته رسېدلی دی."
خو د ملي وحدت حکومت د اجراییه ریاست په خبرپاڼه کې پرون وویل شول چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون د خپلو وړاندیزونو وروستی رپوټ ورته سپارلی دی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما مشر نیکولاس هایسم پرون دا یو ښه پرمختګ وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دا به دا نتخاباتو د نېټې د ټاکلو لاره پرانېزي څو پر ډیموکراتیکو بهیرونو د افغانانو باور ټينګ شي.