د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د یوې انتحاري حملې له امله پنځه امریکایې سرتیري وژل شوي دي.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ازادي راډيو ته وویل چې دا حمله له غرمې وروسته د بګرام ولسوالۍ په باجوړي کلي کې هغه مهال وشوه چې امریکایي ځواکونه په پلې ګزمه بوخت وو.
نوموړي وویل چې په دې انتحارې حملې کې درې امریکایې او پنځه افغان سرتیري ټپیان دي.
خو وسله وال طالبان بیا په دې حملې کې د ۱۹ امریکایې سرتیرو د وژلو ادعا کوي.