د پاکستان په صوابۍ کې درې تنه افغان کډوال وژل شوي

د خېبر پښتونخوا د صوابۍ د ټوپۍ سيمې د "ګنداب" افغان کډوالو په کيمپ کې د يوه کور د چت پرېوتو له امله د يوه افغان کډوال دکورنۍ لږ تر لږه درې کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د دغه کيمپ يوه چارواکى وايي چې دا پېښه د دوشنبې په شپه ناوخته رامنځته شوې چې په نتيجه کې يې د يوې کورنۍ ٣ کسان مړه شوي چې په دوى کې دوه ماشومان او يوه ښځه شامل دي.

د ګنداب افغان کډوالو کيمپ د خېبر پښتونخوا ايالت د صوابۍ په ټوپۍ کېپروت دى چې دا مهال په کې د افغان کډوالو سلګونه کورنۍ مېشت دي.

د دغه کيمپ مشر حاجي ظريف له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه پېښې په اړه وويل:

"د کوټې د کمرې د چت يو دېوال پرې راپرېوتى دى چې شپږ کسان په کې ټپيان شوي وو چې په دې شپږو کې ٣ کسان بچي شوي دي او دا درې نور دوه يې ماشومان او يوه يې مور دا په حق رسېدلي دي."

حاجي زياتوي چې د روان کال د اکتوبر په ٢٦مه د شديدې زلزلې له امله چې په پاکستان کې يې تر ٢٠٠ زيات کسان ووژل او زرګونه نور يې ټپيان کړل، د ګنداب کيمپ د افغان کډوالو کورونه هم ځپلي وو چې له امله يې اوس دا ودانۍ په بارانونو کې نړېږې او خلکو ته مالي او ځاني زيان اړوي.

که څه هم نوموړى وايي چې په خپل کيمپ کې يې د زلزلې له امله د زيانمنو شوو ودانيو په اړه په پېښور کې د افغان کمشنرۍ او نورو اړوندو ادارو ته راپور ورکړى و، خو زياتوي چې تراوسه لا چا ورسره په دې لړ کې مرسته نه ده کړې.

له بلې خوا په پېښور کې د افغان کډوالو د متحده عالي شورا د بهرنيو اړيکيو مسوول عبدالحميد جليلي وايي چې تيرې زلزلې په ګنداب سربېره د افغان کډوالو نورو کيمپونو کې هم ډېرو ودانيو ته زيان رسولى و:

"په تېره زلزله کې په کيمپونو کې او په ښاري علاقه کې چې څومره افغان کډوال اوسېږي، نو الحمدالله ځاني زيان نه وو رسېدلى، فقط يوه زنانه د ګنج په علاقه کې د يوې افغانې ښځې پښه پاتې شوې وه.بل جانب د قضيې هغه مالي زيان دى. مالي زيان اکثريتو کيمپونو کې مالي زيات رسېدلى و، د خلکو کوټې راغورځېدلې وې، ودانيو يې درزونه کړي وو. تاسو ته معلومه ده چې ټول کيمپونه خامه دي، نو په دې اساس زياترو کيمپونو له ډېره اسماعيل خان نه نيولي تر چتراله پورې موږ ته احوال راکړ چې زموږ په کيمپونو کې تقريباً له ١٥ نه تر ٢٠ فيصدو پورې کورونه زيانمن شوي دي."

په دې اړه مو په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو له عمومي رييس ډاکټر الوزي غازي سره خبرې وکړې. هغه ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې په تيرې زلزلې کې افغان کډوالو ته مالي زيانونه اوښتي او زياته يې کړه:

"موږ خو دغسې عاجلو واقعاتو په خاطر باندې چې دا په دير کې هم شوې وه او بل دا د خټو ځايونو کې داسې زلزلې چې وشوې، خلکو ته يې ډېر مالي مشکلات رامنځته کړي وو. بيا موږ د دې منظم راپور خپل وزارت ته، کمشنرۍ ته او يو.اين.اېچ.سي. ار ته هم ولېږه. اصلاً د دغې واقعاتو موږ له يو.اين.اېچ.سي. ار سره په ډېرو معاملاتو کې تماس ونيو، خو اوس نه پوهېږم چې اوس د دوى بوديجه کمه ده او که اخلاص يې کم شوى دى، نو اوس دې خبرو ته ډېر زر ايکشن نه نيسي."

ازادي راډيو هڅه وکړه چې په دې اړه په پېښور کې د افغان کمشنرۍ او د يو اين ايچ سي آر د چارواکيو نظر هم واخلي، خو په بيا بيا تماس سربېره څوک خبرو ته حاضر نه شول.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې دا مهال نزدې ١٥ لکه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي چې ددې له ډلې ډېرى يې د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو کيمپونو او همداراز ددې ايالت په ښاري سيمو کې دېره دي.

راپور: ذبيح مومند