ایران وايي چې امریکا ته د سفر د ویزې د باطلولو په پروګرام کې بدلونونه له تهران سره د اټمي موافقې له موادو سرغړونه ده.
واشنګټن په دې وروستیو کې د امنیتي ملحوظاتو له کبله د اسټرالیا، د اروپايي تولنې د اکثر غړو او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د هغو ۳۸ هېوادونو د اتباعو د ویزې د باطلولو اقدامات جدي کړل چې امریکا ته بې له ویزې سفر کولای شي.
د نوېو اقداماتو له مخې د دې هېوادونو اتباع چې په تیرو پنځو کلونو کې یې ایران، عراق، سوریې او سوډان ته سفر کړی وي امریکا ته د سفر لپاره باید له سره ویزه واخلي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي پرون دولتي ټلویزیون ته وویل چې د نړۍ له شپږو پیاړو قدرتونو سره د اټمي موافقې له مخې له هغو اقداماتو باید ډډه وشي چې له تهران سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو عادي کیدل زیانمنوي.
عراقچي وویل، د ویزې نوي مقررات به له ایران سره پر اقتصادي، کلتوري، ساینسي او د تورېزم پر اړیکو ناوړه اغیز وکړي.